سوره النساء (ښځې) (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۵۷

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ لَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ ۖ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِيلًا 57 ٥٧

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، یقینًا مونږ به دوى داسې جنتونو ته داخل كړو چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله، همېشه وي، د دوى لپاره په هغو كې ښې پاكې بیبیانې دي او مونږ به دوى ښه ګور سيوري ته داخل كړو (۵۷)

تفسیر
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه د پیغمبرانو تابعداري ئې کړې ده، او نیک عملونه يې کړي دي خامخا داخل به کړو مونږ دوی د قیامت په ورځ جنتونو ته چې بهیږی به لاندې د بنګلو د هغې نه ویالې، همیشه به وي دوی په دې جنتونو کې همیشه، دوی لپاره به په دې جنتونو کې ببیانې وي پاکې به وي د هر قسم ناپاکیو څخه، او خامخا داخل به کړو مونږ دوی لره اوږد ګڼ سوري ته چې نه به پکې ګرمي وي او نه به پکې یخني وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ