سوره النساء (ښځې) (آیت 62)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۶۲
فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَاءُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا
نو څه حال به وي (د دوى) چې كله دوى ته څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو (كارونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا تا ته راشي، چې په الله قسمونه خوري چې زمونږ اراده يواځې ښېګڼه كول او موافقت راوستل وو (۶۲)
تفسیر
نو څرنګه به وي حال د منافقانو کله چې ورسیږي دوی ته مصیبتونه په سبب د هغه ګناهونو چې دوئ کړي دي، بیا راشي تاته -ای پیغمبره- عذر زاري کوي تاته او په الله تعالی قسمونه کوي: مونږ بل چا ته په فیصله وړلو کې بل مقصد نه وو مګر دا چې مونږ نیکې وکړو او د دواړو جګړه مارو ډلو تر منځ جوړښت راولو؟! او دوی دروغجن دي په دې خبره کې؛ ځکه چې نیکي خو په دې کې ده چې د الله تعالی قانون او شرع د هغه په بندګانو باندې عملي شي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: