سوره النساء (ښځې) (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۶۶

وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُوا مِنْ دِيَارِكُمْ مَا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِنْهُمْ ۖ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا 66 ٦٦

او كه په رښتیا مونږه په دوى باندې دا فرض كړي وَى چې خپل ځانونه قتل كړئ، یا له خپلو كورونو نه ووځئ (، نو) دا كار به نه و كړى مګر په دوى كې ډېرو لږو (خلقو) او كه په رښتیا دوى هغه كار كړى وَى د څه چې ورته نصیحت كېږي (، نو) دا به د دوى لپاره یقینًا ډېر غوره و، او د كلكوالي په لحاظ به ډېر سخت و (۶۶)

تفسیر
او که چیرته مونږ په دوئ باندې فرض کړی وی وژل یو بل لره، او یا وتل د خپلو کورونو څخه؛ نو زمونږ خبره به نه وي عملی کړی مګر لږو کسانو د دوی څخه، نو د الله تعالی ثنا دې ووایې چې دوئ یې نه دې مکلف کړي په هغه څه چې په دوی باندې سختیږي، او که چیرته دوی کړی وی هغه چې پند پرې ورکولی شي د الله تعالی د تابعدارۍ څخه نو دا به غوره وی د نافرمانۍ څخه، او ډیر کلکوونکی به وي د دوی ایمان لره، او خامخا مونږ به ورکړی وی دوی ته د خپل طرف نه ثواب لوی، او مونږ به توفیق ورکړی و دوی ته هغې لارې ته چې رسیدونکې ده الله تعالی ته او د هغه جنتونو ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ