سوره النساء (ښځې) (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۶۹

وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَٰئِكَ رَفِيقًا 69 ٦٩

او څوك چې د الله او د (هغه د) رسول اطاعت وكړي، نو دغه كسان به له هغو خلقو سره وي په چا باندې چې الله انعام كړى دى، چې نبیان، او صدیقین او شهیدان او صالحان دي او دغه خلق ښه ملګري دي (۶۹)

تفسیر
او چاچې تابعدارې وکړه د الله تعالی او د پیغمبر نو دا کسان به د هغه چا سره وي چې الله تعالی پرې جنت ته د ننوتلو انعام کړی چې هغه پیغمبران دی او صدیقین دی هغه کسان چې پوره شوې ده رښتینولي د دوی په هغه چې پیغبرانو پرې راتګ کړی، او په هغه یې عمل کړی، او شهیدان هغه چې د الله تعالی په لاره کې وژل شوي، او نیکان هغه چې خپل پټ او ښکاره يې برابر شوي، نو عملونه يې هم برابر شوي، څومره ښه دي دغه کسان د ملګرو څخه په جنت کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ