سوره النساء (ښځې) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۷۲

وَإِنَّ مِنْكُمْ لَمَنْ لَيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُنْ مَعَهُمْ شَهِيدًا 72 ٧٢

او بېشكه په تاسو كې ځینې خامخا هغه دي چې ارومرو به (غزا ته په تلو كې) تاخیر كوي، او كه چېرې تاسو ته څه مصیبت ورسېږي (، نو) هغه وايي: یقینًا الله په ما باندې پېرزوینه وكړه، چې په دغه وخت كې زه له دوى سره حاضر نه وم (۷۲)

تفسیر
او بیشکه ځینې ستاسې څخه -ای مسلمانانو- هغه څوک دي چې وروسته وروسته کیږي د وتلو څخه د دښمن د جنګ لپاره د بزدلۍد له امله، او نور خلک هم وروسته وروسته کوي، او دا خلک منافقان دي او د کمزوري ایمان والا خلک دي، نو که چیرته تاسو ته مرګ او یا ناکامي ورسیږي نو یو د دوی څخه داسې وایې حال دا چې خوشحاله وي په خپلې سلامتیا او بچ پاتې کیدلو: بیشکه مهرباني کړې په ما باندې الله تعالی نو د هغوی سره جنګ ته حاضر نشوم کنه ما ته به هم د هغوی په شان مصیبت رارسیدلی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ