سوره النساء (ښځې) (آیت 74)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۷۴
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۚ وَمَنْ يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
نو (لازم ده چې) هغه كسان دې د الله په لار كې وجنګېږي چې دنيايي ژوند د اخرت په بدل كې خرڅوي (قربانوي) او څوك چې د الله په لار كې جنګ كوي، بیا هغه ووژل شي، یا (په دښمن) غالبه شي، نو مونږ به هغه ته ژر ډېر لوى اجر وركړو (۷۴)
تفسیر
نو پس جنګ دې وکړي د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شې اوچته کلمه د الله تعالی، ریښتوني مومنان هغه کسان دي چې خرڅوي ژوند د دنیا مخ اړوونکې وي د هغې نه، په اخرت باندې رغبت او مینه لرونکي وي په هغې کې، او چاچې جنګ وکړ، د الله تعالی په لاره کې د دې لپاره چې شي اوچته کلمه د الله تعالی نو دې شهید شي، او یا په خپل دښمن باندې غالب شي، او په هغه کامیاب شي، نو خامخا وربه کړي دې ته الله تعالی ثواب لوی، او هغه جنت دی او د الله تعالی رضا ده.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: