سوره النساء (ښځې) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۷۵

وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا 75 ٧٥

او په تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لاره كې نه جنګېږئ او د كمزورو سړیو او ښځو او ماشومانو (د خلاصولو) په لاره كې، هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږه له دې كلي نه وباسه، چې اوسېدونكي يې ظالمان دي او ته زمونږ لپاره له خپل اړخه كوم دوست (حمایت كوونكى) مقرر كړه او ته زمونږ لپاره له خپل جانبه كوم مدد كوونكى مقرر كړه (۷۵)

تفسیر
او څه مانع دی تاسو لره -ای مومنانو- د جهاد د نه کولو د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او لپاره د خلاصولو د هغه کمزورو خلکو د سړو او زنانو او ماشومانو هغه چې د الله تعالی نه دعا کوي او وايې: ای زمونږه ربه! اوباسې مونږ د مکې مکرمې نه د وجې د ظلم کولو د مکې والاو په شرک کولو سره د الله تعالی سره او د هغه په بندګانو باندې په تیرې کولو سره، او وګرځوې مونږ لره ستا له طرفه هغه څوک چې زمونږ چارې پر مخ بوځې په رعایت کولو او ساتنې سره، او مددګار چې زمونږ څخه ضرر دفع کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ