سوره النساء (ښځې) (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۷۸

أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِي بُرُوجٍ مُشَيَّدَةٍ ۗ وَإِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هَٰذِهِ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۖ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هَٰذِهِ مِنْ عِنْدِكَ ۚ قُلْ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۖ فَمَالِ هَٰؤُلَاءِ الْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا 78 ٧٨

تاسو چې په هر ځاى كې یئ، مرګ به تاسو رالاندې كړي، اګر كه تاسو په سختو مضبوط كړى شويو قلاګانو كې يئ، او كه چېرې په دوى څه خوشحالي راشي (، نو) وايي: دا د الله له جانبه ده او كه په دوى څه سختي راشي (، نو) وايي: (اى نبي!) دا ستا له طرفه ده۔، ته (ورته) ووایه: دا هر څه (خوشحالي او تكلیف) د الله له خوا دي، نو په دې قوم څه شوي دي چې نژدي نه دي چې په څه خبره پوه شي (۷۸)

تفسیر
په کوم ځاې کې چې یاست نو مرګ به تاسو ته دررسیږي کله مو چې نیټه راورسیده، او اګر که په بندو قصرونو کې یاست د جنګ د میدان څخه لرې، او که چیرته دې منافقانو ته د خوشحالۍ څه خبر ورورسیږي د بچو او ډیر رزق نه وايې دوی: دا د الله تعالی له طرفه دی، او که چیرته ورته سخته ورسیږي په بچو او یا روزی کې؛ بد پالي نیسي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې او وايې: دا تکلیف مونږ ته ستا په وجه راورسیده، ته -ای پیغمبره- رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: ټولی خوشحالیاني او تکلیفونه د الله تعالی په قضا او تقدیر باندې دي، نو بس څه دي دې خلکو لره چې دا خبري کوي نه دی نژدی چې پوهه شي ستا په خبره؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ