ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له خوا وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و (۸۲)
تفسیر
دا خلک ولې په قران کریم کې سوچ او فکر نه کوي او هغه ولې نه لولي تر دې چې دوی ته دا ثابته شي چې پدې کې هیڅ اختلاف او ګډوډی نشته؟! او تر دې چې دوی پوهه شي په ریښتنولۍ د هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی، او که چیرته دا د غیر الله له طرفه وی نو خامخا دوی به د دې په احکامو کې ډيره ګډوډي پیداکړې وی او د دې په معنا کې به یې هم ډیر اختلاف او فرق پیداکړی وی.