Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 82 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 82 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا 82
ترجمه:
ایا نو دوى په قرآن كې غور نه كوي او كه چېرې دا د غیرالله له خوا وَى، دوى به په ده كې خامخا ډېر زیات اختلاف موندلى و النساء ۴:۸۲
تفسیر:
دا خلک ولې په قران کریم کې سوچ او فکر نه کوي او هغه ولې نه لولي تر دې چې دوی ته دا ثابته شي چې پدې کې هیڅ اختلاف او ګډوډی نشته؟! او تر دې چې دوی پوهه شي په ریښتنولۍ د هغه څه کې چې تا پرې راتګ کړی، او که چیرته دا د غیر الله له طرفه وی نو خامخا دوی به د دې په احکامو کې ډيره ګډوډي پیداکړې وی او د دې په معنا کې به یې هم ډیر اختلاف او فرق پیداکړی وی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 81 راتلونکې النساء • آیت 83