او كله چې دوى ته د امن، یا وېرې څه خبره راشي، دوى هغه خوره (نشر) كړي۔ او كه چېرې دوى هغه رسول ته او خپلو د كار خاوندانو (حاكمانو) ته رسولې وَى، (نو) خامخا په دوى كې به هغو كسانو دا (خبره) معلومه كړې وَى، څوك چې د دې استنباط او راوېستنه كوي۔ او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وَى، خامخا تاسو به د شیطان تابعداري كړې وه۔ مګر لږو خلقو (به نه وه كړې) النساء ۴:۸۳ ⧉
تفسیر:
کله چې دغو منافقانو ته د مسلمانانو د امن، خوښۍ، يا وېرې او غم خبر راشی، هغوی يې افشا کوي او خپروي يې، که هغوی صبر کولای او امر يې رسول الله - صلی الله عليه وسلم -، د رايې، پوهې او نصحيت څښتنانو ته راجع کولای؛ نو د رايې او استنباط څښتنانو به درک کړې وای چې د خپرولو او پټولو په اړه يې څه کول په کار دي، که پر تاسو د الله پېرزوينه د اسلام له امله او د قرآن له امله نه وای اې مؤمنانو، چې له هغه څه يې ساتلي یاست پر کوم څه يې چې دغه منافقان اخته کړي دي؛ نو هرومرو به له تاسو له لږو پرته نورو د شيطان د وسوسو پيروي کړې وای.