سوره النساء (ښځې) (آیت 88)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۸۸
فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللَّهُ أَرْكَسَهُمْ بِمَا كَسَبُوا ۚ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللَّهُ ۖ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا
نو د منافقانو په باره كې په تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې (۸۸)
تفسیر
څه دی حال ستاسو -ای مومنانو- چې تاسو دوه ډلې شوي یاست په باره د تعامل کې د منافقانو سره: یوه ډله ستاسې څخه روا بولي جنګ د هغوی سره د هغوی د کفر په وجه، او بله ډله د هغوی سره جنګ کول ناروا بولي د هغوی د ایمان په وجه؟! نو څه دې تاسو لره چې تاسو د هغوی باره کې اختلاف کوئ، او الله تعالی دوی ګرځولي خپل کفر ته او ګمراهۍ ته په سبب د عملونو د دوی، آیا تاسو غواړئ چې هغه څوک په نیغه لاره روان کړئ چې الله تعالی ورته د حق د قبلولو توفیق نه دی ورکړی؟! او هر هغه څوک چې الله تعالی يې بی لاری کړي نو هیڅکله به هم ته د هغه لپاره د هدایت لاره ونه مومې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: