سوره النساء (ښځې) (آیت 89)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
4
النساء(النساء)، آیت ۸۹
وَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا فَتَكُونُونَ سَوَاءً ۖ فَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ ۖ وَلَا تَتَّخِذُوا مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
دوى خوښوي چې تاسو (هم) كافران شئ، لكه څنګه چې دوى كافران شوي دي، بیا به تاسو (ټول) یو شان شئ، نو تاسو له دوى نه هېڅ دوستان مه نیسئ تر هغه پورې چې دوى د الله په لار كې هجرت وكړي، نو كه دوى (د الله له لارې نه) وګرځېدل، نو تاسو دوى نیسئ او دوى وژنئ كوم ځاى چې تاسو دوى ومومئ او تاسو له دوى نه مه هېڅ دوست نیسئ او نه مدد كوونكى (۸۹)
تفسیر
ارمان کوي منافقان چې کاشکې کفر کړی وي تاسو په هغې وحې چې نازل شوې ده پر تاسو باندې لکه څرنګه چې هغوی کفر کړی دی نو تاسو به د هغوی سره په کفر کې برابر شوي وئ، نو تاسو مه نیسئ د کافرانو څخه دوستان د هغوی د دښمنۍ په وجه تر دې چې هغوی هجرت وکړي د الله تعالی په لاره کې د کفر د کور څخه د اسلام کور ته چې دلالت کونکی وي د دوی په ایمان باندې، نو که چیرته دوی مخ واړاوه او همیشوالی یې وکړ په خپل کفر باندې نو ونیسئ دوی لره او ووژنئ دوی لره په کوم ځای کې چې مو بیاموندل، او تاسو مه نیسئ د دوی څخه دوست چې ستاسو سره ستاسو په کارونو کې مرسته کوي، او مه نیسئ د دوی څخه مددګاران چې تاسو سره ستاسو د دښمن مقابل کې مرسته او مدد کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: