سوره النساء (ښځې) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۸

وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا 8 ٨

او كله چې (د میراث) تقسیم ته خپلوان او یتیمان او مسكینان حاضر شي، نو له هغه (مال) نه دوى ته (هم څه) وركړئ او دوى ته ښه خبره وكړئ (۸)

تفسیر
او کله چې حاضر شي د میراث د ویش پر مهال هغه خلک چې په میراث کې یې برخه نه وي د خپلوانو او یتیمانو او غریبانو څخه؛ نو ورکړئ دوی ته -د استحباب په ډول- د دې مال څخه مخکې د تقسیم د دې نه هغه څه چې ستاسو نفسونه پرې خوشحالیږي، نو پس د هغوی دې مال ته سترګي دي، او دا مال تاسو ته پرته له مشقت نه حاصل شوی دی، او هغوی ته ښایسته خبرې وکړئ چې څه بد پکې نه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ