سوره النساء (ښځې) (آیت 94)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۴

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِنْدَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا 94 ٩٤

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو د الله په لار كې سفر كوئ، نو ښه تحقیق كوئ او څوك چې په تاسو سلام واچوي، هغه ته دا مه وایئ چې ته مومن نه يې، ۔تاسو د دنيايي ژوند سامان غواړئ، نو له الله سره ډېر زیات غنیمتونه دي، له دې نه مخكې تاسو هم همداسې وئ، بیا پر تاسو باندې الله فضل وكړ، نو ښه تحقیق كوئ، بېشكه الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه خبردار دى (۹۴)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې د الله تعالی په لاره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ د هغه چا د حال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې د هغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال د ویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ د ده په وژلو سره دنیا لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي د ده څخه، نو پس د الله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي د دې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان د دې کس چې د خپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو د اسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو د عملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ