سوره النساء (ښځې) (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۷

إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ ۖ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ ۚ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا ۚ فَأُولَٰئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا 97 ٩٧

بېشكه هغه كسان چې ملايكو د هغوى روحونه قبض كړل، په داسې حال كې چې په خپلو ځانونو ظلم كوونكي وو، ورته وايي به: تاسو په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: مونږه په (هغې) ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو، ورته وبه وايي: ایا د الله ځمكه فراخه نه وه چې تاسو په هغې كې هجرت كړى وَى، نو دغه خلق (چې دي) د دوى اوسېدنځاى جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى (۹۷)

تفسیر
یقینا هغه کسان چې ساه اخلي د دوی څخه ملایکې او حال دا چې دوی وي ظلم کوونکي په خپلو ځانونو په پریښودلو د هجرت کولو سره د کفر له وطن څخه د اسلام وطن ته، وايې دوی ته ملایکې په وخت د اخیستلو د ساګانو د دوی رټنه کوونکي دوی ته: په کوم حال باندې تاسو وئ؟ او په کوم شی باندې تاسو د مشرکانو څخه جدا شوې یاست؟ نو دوی به ورته جواب ورکړي عذر پیش کوونکي به وي: بیشکه مونږ کمزوري وو زمونږ بله چاره نه وه او مونږ څه قوت هم نه درلوده چې مونږ د خپلو ځانونو څخه دفاع کړې وه. نو ملایکې به ورته ووايې په شکل د رټنې: آیا نه وو ښارونه د الله تعالی پراخه چې ورته وتلي وئ چې په خپل دین او ځانونو باندې په امن کې پاتې شوې وئ د ذلیله کولو او د زور کولو څخه په تاسو؟! نو پس دا هغه کسان دي چې هجرت يې ندی کړی، ځای د ورتللو د دوی چې پکې پاتې کیږي به هغه اور دی، او ډیر بد دی دا ځای د ورګرځیدلو او ورتللو د دوی لپاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ