امېد دى چې الله ستاسو په مینځ كې او د هغو كسانو په مینځ كې دوستي پیدا كړي چې تاسو ورسره دښمني كړې ده او الله ښه قادر دى، او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۷)
تفسیر
اې مؤمنانو! کېدای شي الله ستاسو او له کافرانو څخه د هغو کسانو ترمنځ چې دښمني مو وه ورسره، دوستي واچوي، په داسې ډول چې الله به يې اسلام ته لارښوونه وکړي، چې په دين کې به ستاسو وروڼه شي، او الله ځواکمن دی کولای شي چې د هغوی زړونه ايمان ته واړوي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه ورته وباسي، او پر هغوی مهربان دی.