سوره النساء (ښځې) (آیت 98)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۹۸

إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا 98 ٩٨

مګر هغه (په رښتیا) كمزوري كړى شوي سړي او ښځې او ماشومان، چې نه د هېڅ حیلې وَس لري او نه څه لاره مومي (۹۸)

تفسیر
او مستثنی دي د دې عذاب او ویرې څخه هغه کمزوري د عذرونو والا خلک که سړي دي او که زنانه او ماشومان دي، هغه کسان چې هیڅ قوت ورسره نه و چې د خپلو ځانونو څخه یې ظلم او زور دفع کړی و. او نه وه ورته معلومه لاره چې خلاص شوی وی د هغه زور او ظلم څخه چې دوی پکې وو، نو بس دغه کسان ښایي چې الله تعالی په خپل رحمت او مهربانۍ دوی ته عفوه وکړي، او دی الله تعالی عفوه کوونکی خپلو بندګانو لره، بخښنه کوونکی هغه چاته چې توبه وباسي د دوی څخه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ