سوره غافر (بښونکی) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۱۱

قَالُوا رَبَّنَا أَمَتَّنَا اثْنَتَيْنِ وَأَحْيَيْتَنَا اثْنَتَيْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوبِنَا فَهَلْ إِلَىٰ خُرُوجٍ مِنْ سَبِيلٍ 11 ١١

(نو) دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! تا مونږ دوه ځلې مړه كړو او دوه ځل دې مونږ ژوندي كړو، نو مونږ (اوس) د خپلو ګناهونو اقرار وكړ، نو ايا (له دوزخ نه زمونږ) وتلو ته كومه لار شته؟ (۱۱)

تفسیر
کافران به پر خپلو ګناهونو د اقرار کوونکو په توګه هغه مهال چې اقرار او توبه به يې ګټه نه ورته رسوي، ووايي: ای زموږ پالونکيه! موږ دې دوه ځلې مړه کړو، داسې چې موږ نه وو؛ تا را پيداکړو، بيا دې له دغه پيدايښت وروسته بيا مړه کړو، او دوه ځلې دې ژوندي کړو، يو ځل له نشت څخه په را پيداکولو سره بيا د راپاڅولو لپاره په را ژوندي کولوسره، نو موږ پر خپلو هغو ګناهونو اعتراف وکړ چې کړې مو دي، آيا له اوره د وتلو کومه لار شته چې پرې ولاړشو، او ژوند ته ور وګرځو ترڅو خپل عملونه سم کړو او ته له موږ راضي شې؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ