سوره غافر (بښونکی) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۱۲

ذَٰلِكُمْ بِأَنَّهُ إِذَا دُعِيَ اللَّهُ وَحْدَهُ كَفَرْتُمْ ۖ وَإِنْ يُشْرَكْ بِهِ تُؤْمِنُوا ۚ فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ 12 ١٢

دغه (ابدي عذاب) په دې سبب دى چې بېشكه شان دا دى چې كله به الله يواځې وبلل شو (نو) تاسو به كفر كاوه او كه له ده سره به شریك ونیول شو (نو) تاسو به ایمان راوړ، نو حكم خاص هغه الله لره دى چې ډېر اوچت، ډېر لوى دى (۱۲)

تفسیر
دغه عذاب چې تاسو ته درکول کيږي د دې له امله چې کله به يوازې الله را بلل کېدلو او شريک به نه ورسره نيول کېدلو تاسو به انکار ترې کولو او د هغه لپاره به مو شريکان نيول، او کله به چې شريک ورسره نيول کېدلو ايمان به مو پرې راوړلو، نو پرېکړه يوازې هغه الله لره ده چې په ذات، مرتبه او برلاسۍ کې لوړ دی، داسې لوی دی چې هر څه ترې کښته دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ