نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى (۱۷)
تفسیر
نن به هر چاته د هغه د کړي عمل بدله ورکول کيږي، که ښه و نو ښه بدله به يې وي، او که بد و نو بده بدله به يې وي، په دغه ورځ کې هيڅ ظلم نشته، ځکه پرېکړه کوونکی عادل الله دی، له شک پرته الله د خپلو بنده ګانو ژر حساب اخېستونکی دی ځکه د هغه پوهه پرې چاپېره ده.