سوره غافر (بښونکی) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۲۰

وَاللَّهُ يَقْضِي بِالْحَقِّ ۖ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَقْضُونَ بِشَيْءٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ 20 ٢٠

او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى (۲۰)

تفسیر
او الله په عدل پرېکړه کوي، چې پر هيچا به د هغه د نېکيو په کمولو او په بديو کې په زياتولو ظلم نه کوي، او هغه څه چې مشرکان يې له الله پرته عبادت کوي هغوی به د هيڅ پرېکړه هم نه شي کولای، ځکه هغوی د څه واک نه لري، له شک پرته همغه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د نيتونو او کړنو ليدونکی يې دی، او پردې به هغوی ته بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ