سوره غافر (بښونکی) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۲۵

فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْيُوا نِسَاءَهُمْ ۚ وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ 25 ٢٥

نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې (۲۵)

تفسیر
نو کله چې موسی پر خپله رېښتينولۍ دلالت کوونکي دليل سره ورته راغی، فرعون وويل: د هغو کسانو اولادونه ووژنئ چې له موسی سره يې ايمان راوړی او مېرمنې يې د هغوی د سپکاوي په موخه ژوندۍ پرېږدئ، او د کافرانو چل چې په وژلو يې د مؤمنانو د شمېر د کموالي امر کړی دغه يوازې تباه او له منځه تلونکی امر دی چې هيڅ اغېز نه لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ