سوره غافر (بښونکی) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۲۶

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَىٰ وَلْيَدْعُ رَبَّهُ ۖ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ 26 ٢٦

او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه (دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خور كړي (۲۶)

تفسیر
او فرعون وويل: ما پرېږدئ چې موسی د هغه د سزا په ډول ووژنم، او د هغه رب پرېږدئ چې له ما يې وژغوري، او زه د دې پروا نه لرم چې هغه يې پالونکی رابولي، زه وېرېږم چې هغه به ستاسو هغه دين دربدل کړي چې تاسو پرې ياست او يا به په وژلو او ورانکارۍ په ځمکه کې فساد را ولاړ کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ