سوره غافر (بښونکی) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۳۱

مِثْلَ دَأْبِ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۚ وَمَا اللَّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِلْعِبَادِ 31 ٣١

د نوح د قوم او عادیانو او ثمودیانو او د هغو كسانو د حال له مثل نه چې له دوى نه وروسته وو او الله په بنده ګانو د هېڅ ظلم اراده نه كوي (۳۱)

تفسیر
لکه د هغه چا عادت چې کفر يې کړی او رسولان يې درواغجن ګڼلي دي، د نوح د قوم، عاد، ثمود او هغو خلکو غوندې چې له هغوی وروسته وو، پرته له شکه الله هغوی د خپل کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله تباه کړل، او الله بندګانو لره ظلم نه خوښوي، او يوازې د هغوی د ګناهونو له امله پوره پوره سزا ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ