سوره غافر (بښونکی) (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۴۴

فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ ۚ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ 44 ٤٤

پس ژر ده چې تاسو به دغه خبرې يادوئ چې زه يې تاسو ته (اوس) وایم. او زه خپل كار الله ته سپارم، بېشكه الله (خپلو) بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى (۴۴)

تفسیر
هغوی يې نصيحتونه رد کړل، نو هغه وويل: ژر دی چې هغه نصيحتونه به ياد کړئ چې ما درته وړاندې کړي دي او د هغه په نه منلو به پښېمانه شئ، او زه مې خپلې ټولې چارې يوازې الله ته سپارم، له شک پرته له الله د خپلو بندګانو له کړنو هيڅ هم پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ