سوره غافر (بښونکی) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۴۹

وَقَالَ الَّذِينَ فِي النَّارِ لِخَزَنَةِ جَهَنَّمَ ادْعُوا رَبَّكُمْ يُخَفِّفْ عَنَّا يَوْمًا مِنَ الْعَذَابِ 49 ٤٩

او هغه كسان به چې (د دوزخ) په اور كې دي، د جهنم نګرانانو ته ووايي: تاسو له خپل رب نه دعا وغواړئ چې زمونږ په عذاب كې بس یوه ورځ تخفیف وكړي (۴۹)

تفسیر
په اور کې عذاب کړل شوي پيروان او مشران چې کله له اوره د وتلو او د دنيا ژوند ته له راګرځېدو ناهيلي شي تر څو توبه وباسي، نو پر اور ګومارل شوو پرېښتو ته به ووايي:د خپل پالونکی مو وغواړئ تر څو دغه تلپاتې عذاب يوه ورځ له موږه سپک کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ