سوره غافر (بښونکی) (آیت 51)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
40
غافر(غافر)، آیت ۵۱
إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ
بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مدد كوو او په هغې ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي (۵۱)
تفسیر
له شک پرته موږ د خپلو رسولانو او هغو کسانو مرسته کوو چې پر الله او د هغه پر رسولانويې ايمان راوړی تر څو د هغوی د دښمنانو پر خلاف د هغوی حجت ښکاره او تاييد شي، او په قيامت کې به جنت ته د هغوی په ننه اېستلو او په دنيا کې چې د هغوی کوم دښمنان و د هغوی دوزخ ته په ننه اېستلو سره د سزا په ورکولو د هغوی مرسته وکړو وروسته تر دې چې نبيان، پرېښتې او مؤمنان به د تبليغ په کولو او د امتونو په درواغ ګڼلو شاهدي ورکړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: