سوره غافر (بښونکی) (آیت 56)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۵۶

إِنَّ الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ بِغَيْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ ۙ إِنْ فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ مَا هُمْ بِبَالِغِيهِ ۚ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ 56 ٥٦

بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى (۵۶)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې د الله په آيتونو کې پرته له داسې حجت او برهانه چې د الله له لورې ورته راغلی وي د هغو د باطلولو په موخه جګړې کوي، دغه کار ته يې يوازې د هغوی د حق پر خلاف لويي او د تکبر اراده هڅوي، او هيڅکله به هغې لويۍ ته ونه رسيږي چې اراده يې لري، نو ای رسوله د الله پر رسۍ منګولې ټينګې ولګوه، بېشکه هغه د خپلو بنده ګانو د ويناوو ښه اورېدونکی، پر کړنو يې ښه پوه دی، هيڅ شی به ترې پاتې نه شي او پر هغو به بدله ورکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ