سوره غافر (بښونکی) (آیت 58)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
40
غافر(غافر)، آیت ۵۸
وَمَا يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَلَا الْمُسِيءُ ۚ قَلِيلًا مَا تَتَذَكَّرُونَ
او ړوند او بینا سره نه برابرېږي او نه هم هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او بدكاره (سره نه برابرېږي) تاسو ډېر لږ نصیحت اخلئ (۵۸)
تفسیر
او نه سره برابريږي هغه څوک چې نه ويني او هغه څوک چې ويني، نه هغه خلک چې پر الله يې ايمان راوړی د هغه رسولان يې رېښتينې بللي او ښه کارونه يې کړي، له هغه چا سره نه برابريږي چې د ناوړه عقيدې او ګناهونو په کولو يې بد کار کړی، تاسو ډېر لږ پند اخلئ، ځکه که پند واخلئ نو د دواړو ډلو تر منځ په توپير به پوه شئ، ترڅو د دې خبرې کوښښ وکړئ چې د الله د خوښۍ په مينه کې د هغو خلکو څخه شئ چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: