سوره غافر (بښونکی) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۵

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَالْأَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۖ وَهَمَّتْ كُلُّ أُمَّةٍ بِرَسُولِهِمْ لِيَأْخُذُوهُ ۖ وَجَادَلُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ فَأَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ عِقَابِ 5 ٥

له دغو (قریشو) نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى و او د دوى (قوم نوح) نه وروسته نورو ډلو (هم) او هر یو امت د خپل رسول په باره كې اراده وكړه چې هغه راګېر كړي او دوى په باطله سره جګړې وكړي، د دې لپاره چې په دغه (باطل) سره حق ختم (او زايله) كړي، نو ما دوى ونیول، بیا نو زما سزا وركول څنګه وو؟ (۵)

تفسیر
له دې مخکې د نوح قوم دا خبره درواغ وګڼله، د نوح له قوم وروسته نورو ډلو درواغ وګڼله، عاديانو ثموديانو، د لوط قوم او د مدين خلکو درواغ وګڼله، فرعون درواغ وګڼله، او له امتونو هر امت د خپل رسول د رانيولو هوډ وکړ چې ويې وژني، او په ورسره باطل يې جګړه کوله ترڅو حق پرې له منځه يوسي، نو دغه ټول امتونه مې را ونيول، فکر وکړه چې هغوی لره زما سزا څنګه وه، ډېره سخته سزا وه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ