سوره غافر (بښونکی) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۶۴

اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ قَرَارًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ فَتَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ 64 ٦٤

الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه قرار ځاى او اسمان چت ګرځولى دى او ستاسو صورتونه يې جوړ كړي دي، پس ستاسو صورتونه يې ښكلي جوړ كړي دي او تاسو ته يې له پاكیزه څيزونو نه رزق عطا كړى دى، دغه الله ستاسو رب دى، نو الله رب العالمین ډېر بركتي دى (۶۴)

تفسیر
ای رسوله! الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسو د آرامۍ لپاره چمتو شوی تمځای ګرځولی دی، او آسمان يې پرتاسو برسېره داسې ټينګ جوړ کړی چې له لوېدو يې منع کړی، او ستاسو د ميندو په رحمونو کې يې ستاسو صورتونه جوړ کړي او ښه صورتونه يې در جوړ کړي، او له حلالو او پاکو شيانو يې روزي درکړې ده، دغه پېرزوينې يې چې درباندې کړې دي هغه ستاسو پالونکی الله دی، نو د ټولو مخلوقاتو پالونکی الله برکت والا دی، له هغه پرته بل پالونکی ورلره نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ