سوره غافر (بښونکی) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۶۵

هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 65 ٦٥

هم دى (تل) ژوندى دى، نشته هېڅ حق معبود مګر هم دى دى، نو تاسو دا بلئ، په داسې حال كې چې هم ده لره د دین خالص كوونكي یئ، ټول د كمال صفتونه خاص د الله رب العالمین لپاره دي (۶۵)

تفسیر
هغه ژوندی دی، مړ کيږي نه، له هغه پرته په حقه بل د عبادت وړ نشته، عبادت یې کوئ او غوښتنه کې يې راوبولئ، په داسې حال کې چې يوازې د هغه د خوښې هوډ مو کړی وي، او له مخلوقاتو يې بل څوک مه ورسره شريکوئ، ټول د کمال صفتونه خاص الله هغه ذات لره دي چې د مخلوقاتو پالونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ