سوره غافر (بښونکی) (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۷۸

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ ۗ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ 78 ٧٨

او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې ډېر رسولان رالېږلي وو، په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته بيان كړي دي او په دوى كې ځينې هغه دي چې مونږ تا ته نه دي بیان كړي. او د هېڅ رسول لپاره دا ممكن نه وه چې هغه پخپله كومه معجزه راوړي مګر د الله په حكم سره، نو كله چې د الله حكم راشي (نو) په حق سره به فیصله وكړى شي او په دغه وخت (او ځاى) كې به باطل پرستان تاوانیان شي (۷۸)

تفسیر
او پرته له شکه اې رسوله! له تا مخکې مو ډېر رسولان امتونو ته يې ولېږل؛ نو هغوی يې درواغجن وګڼل او آزار يې کړل، چې هغوی يې پر درواغ ګڼلو او آزار صبر وکړ، له دغو رسولانو مو د ځينو کیسې درته بيان کړې او د ځينو مو نه دي درته بيان کړې، او د هيڅ رسول لپاره صحيح نه ده چې قوم ته يې د خپل پالونکي له لوري کومه نښانه راوړي مګر د هغه پاک ذات په خوښه، نو د کافرانو پر خپلو رسولانو د نښانو طرحه وړاندې کول ظلم دی، کله چې په فتحه يا د رسولانو او قومونو ترمنځ د پرېکړې امر راشي، د هغوی ترمنځ يې په عدالت پرېکړه کړې ده، کافران يې تباه کړي او رسولان يې ژغورلي دي، او په دغه حالت کې چې هلته د بنده ګانو ترمنځ پرېکړه کيږي د باطل والا ځانونه تاواني کړي د خپل کفر له امله د هغو د تباهۍ کندو ته په اچولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ