سوره غافر (بښونکی) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۷

الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ 7 ٧

(له ملايكو څخه) هغه كسان چې عرش اوچتوي او هغه (ملايك) چې د دغه (عرش) ګېر چاپېره دي، دوى د خپل رب د ستاينې سره تسبیح وايي او په ده ایمان لري او د هغو كسانو لپاره مغفرت غواړي چې ایمان يې راوړى دى (او وايي:) اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې، نو ته هغو كسانو ته بخښنه وكړې چې توبه يې ايستلې ده او ستا د لارې پیروي يې كړې ده او ته دوى د دوزخ له عذاب نه وساته (۷)

تفسیر
ای رسوله! هغه پرېښتې چې ستا د پالونکي عرش يې پورته کړی او کومې چې ترې چاپېره دي، هغوی يې د پالونکي پاکي بيانوي له هغه څه چې وړ يې نه دی، او پر هغه باور لري، او د هغو خلکو لپاره بښنه غواړي چې پر الله يې ايمان راوړی، چې په خپله دعا کې داسې وايي: ای زموږ پالونکيه! ستا پوهه او لورېينه هرڅه ته پراخه ده، هغو خلکو ته بښنه وکړه چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې ده او ستا د دين پيروي يې کړې او له اوره يې وساته چې ور ونه رسيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ