سوره غافر (بښونکی) (آیت 82)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۸۲

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 82 ٨٢

ایا نو دوى په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، پس چې دوى كتلي وى چې د هغو خلقو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه زیات وو او د قوت او په ځمكه كې د نښو په لحاظ ډېر سخت وو، نو د دوى هېڅ په كار رانغلل هغه څه چې دوى به ګټل (۸۲)

تفسیر
آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه چې پند يې ترې اخېستی وای؟! دغه امتونه له هغوی څخه د مالونو له پلوه زيات او ځواک له پلوه پياوړي او په ځمکه کې د اغېزو له پلوه سخت وو، خو له هغوی يې ترلاسه کړي ځواک څه ونه ګرځول، کله چې هغوی ته د الله تباه کوونکی عذاب راغی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ