سوره غافر (بښونکی) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۸

رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 8 ٨

اى زمونږه ربه! او ته دوى د تل استوګنې هغو جنتونو ته ننباسه چې تا يې له دوى سره وعده كړې ده، او هغه څوك چې صلاحيت ولري د دوى له پلرونو او د دوى له ښځو او د دوى له اولادونو څخه (هغه هم ننباسه)، بېشكه ته، هم ته ښه غالب، ډېر حكمت والا يې (۸)

تفسیر
پرېښتې وايي: اې زموږ پالونکيه! مؤمنان هغو تلپاتې جنتونو ته ننباسه چې ژمنه دې ورسره کړې ده چې ور ننباسې به يې، او له پلرونو، مېرمنو او اولادونو يې هغه خلک هم ورسره ننباسه چې نېک عمل يې کړی، له شک پرته ته داسې برلاسی يې چې هيڅوک نه شي درباندې برلاسی کېدلای، په خپل تقدير او تدبير کې دې حکيم يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ