سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۱۲

فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَىٰ فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ 12 ١٢

نو دغه يې په دوه ورځو كې اوه اسمانونه جوړ كړل او په هر اسمان كې يې د هغه د (مناسب) كار وحي وكړه او مونږ تر ټولو نژدې اسمان په ډېوو (د ستورو) سره ښكلى كړ او (دغه مو وساته) په ښې ساتنې سره، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي (۱۲)

تفسیر
نو الله د آسمانونو جوړښت په دوو ورځو کې بشپړ کړ، د پنجشنبې او جمعې په ورځ کې، په همدې سره د آسمانونو او ځمکې پيدايښت په شپږو ورځو کې پای ته ورسېدلو، او الله په هر آسمان کې چې څه ټاکل اود کومې پيروۍ او عبادت امر يې چې کولو پکې وحي يې کړل، او د دنيا آسمان مو په ستورو ښايسته کړ، او آسمان مو د شيطانانو د غوږ نيونې پرې خوندي کړ، دغه ټول ياد شوي د هغه برلاسي تقدير دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، پر مخلوق يې ښه پوه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ