سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۱۴

إِذْ جَاءَتْهُمُ الرُّسُلُ مِنْ بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ۖ قَالُوا لَوْ شَاءَ رَبُّنَا لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً فَإِنَّا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ كَافِرُونَ 14 ١٤

كله چې دوى ته خپل رسولان د دوى له مخې او د دوى له شا نه راغلل او (ورته ويې ویل:) چې تاسو له الله نه غیر (د بل هیچا) عبادت مه كوئ. دوى وویل، كه زمونږ رب غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړي وى، پس بېشكه مونږ په هغه څه سره چې تاسو ورسره رالېږل شوي يئ، كفر كوونكي یو (۱۴)

تفسیر
کله چې هغوی ته يې رسولان راغلل چې يو پر بل پسې يې يوه بلنه ورکوله، امر يې ورته کولو چې يوازې دیو الله عبادت وکړئ، له هغوی يې کافرانو وويل: که چېرې پالونکي مو موږ ته د پرېښتو نازلول د استازو په توګه غوښتلای نو را نازلې کړې به يې وای، بېشکه موږ پر هغه څه کافران يو چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست، ځکه تاسو زموږ غوندې انسانان ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ