سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۲۱

وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا ۖ قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنْطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 21 ٢١

او دوى به خپلو څرمنو ته ووايي: تاسو ولې پر مونږ ګواهي وركړه؟ نو دغه (څرمنې) به ووايي: مونږ هغه الله ګویا كړو چې هر شى يې ګویا كړى دى. او دغه (الله) تاسو اول ځلې پیدا كړي یئ او خاص همده ته به بېرته ورګرځولى شئ (۲۱)

تفسیر
او کافران به خپلو پوستکو ته ووايي: ولې مو زموږ پر خلاف د هغه څه شاهدي وويله چې موږ په دنيا کې کول؟! پوستکي به خپلو څښتنانو ته په ځواب ورکولو ووايي: هغه الله وغږولو چې هرڅه يې غږولي دي، او هغه په لومړي ځل پيداکړي ياست کله چې په دنيا کې واست، او په آخرت کې د حساب او بدلې لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ