سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۲۴

فَإِنْ يَصْبِرُوا فَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ ۖ وَإِنْ يَسْتَعْتِبُوا فَمَا هُمْ مِنَ الْمُعْتَبِينَ 24 ٢٤

پس كه دوى صبر وكړي، نو د دوى ځاى اور دى او كه دوى (دالله) رضا كول (او دنیا ته تلل) غواړي، نو دوى له قبول كړى شویو ځنې نه دي (۲۴)

تفسیر
نو که دغه کسان چې غوږونو، سترګو او پوستکو يې پر خلاف شاهدي ورکړه صبر وکړي، نو اور يې هستوګنځی او پناه ځای دی چې ورځي به، او که د عذاب پورته کېدل او له هغوی څخه د الله د رضايت غوښتنه وکړي، نو بيا به هم هغوی د الله رضا ترلاسه کوونکي او د تل لپاره جنت ته ننوتونکي نه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ