سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 25)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۲۵

وَقَيَّضْنَا لَهُمْ قُرَنَاءَ فَزَيَّنُوا لَهُمْ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ 25 ٢٥

او مونږ د دوى لپاره ملګري مقرر كړي دي، نو دغو (ملګرو) دوى ته هغه څیزونه ښايسته كړي دي چې د دوى مخې ته دي او د دوى وروسته دي او په دوى (د عذاب) خبره ثابته شوې ده په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې كوم پېریان او انسانان تېر شوي دي. بېشكه چې دوى تاوانیان وو (۲۵)

تفسیر
او د دغو کافرانو لپاره مو له شيطانانو داسې ملګري چمتو کړل چې تل به روسره وو، نو په دنيا کې يې د هغوی بدې کړنې ورته ښايسته کړې او د آخرت وروسته راتلونکی امر يې ورته ښايسته کړ، نو د هغو په يادول او پر هغو عمل کول يې ترې هېر کړل، او له پېريانو او انسانانو چې کوم امتونه تېر شوي دي د هغوی په ډله کې يې پر دوی هم عذاب لازم شو، بېشکه هغوی تاوانيان وو چې ځانونه او کورنۍ يې د قيامت په ورځ اور ته په ننوتلو تاوانيان کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ