سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 26)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
41
فصلت(فصلت)، آیت ۲۶
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَٰذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ
او كافران شوي كسان وايي: تاسو دغه قرآن ته غوږ مه ږدئ او په (تلاوت د) ده كې شور ماشور اچوئ، ښايي چې تاسو غالبه شئ (۲۶)
تفسیر
او کافرانو په خپل منځ کې د سپارښتنې په ډول هغه مهال چې د دليل په مقابل کې له دليل راوړلو عاجزه شول وويل: دغه قران ته چې محمد يې پرتاسو لولي غوږ مه نيسئ او مه هغه څه ته غاړه ږدئ چې پکې دي، او چېغې وهئ او د هغو د لوستلو پر مهال مو آوازونه پورته کوئ، کيدای شي چې په دې سره تاسو پر هغه برلاسي شئ، نو د هغه لوستل او هغه ته بلنه به پرېږدي او تاسو به ترې په آرامه شئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: