سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۲۷

فَلَنُذِيقَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا عَذَابًا شَدِيدًا وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَسْوَأَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ 27 ٢٧

نو مونږ به په كافرانو شویو كسانو خامخا لازمًا ډېر سخت عذاب وڅكوو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته د هغو ټولو بدو عملونو بدله وركړو چې دوى به كول (۲۷)

تفسیر
او کومو خلکو چې پر الله کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي هغو ته به د قيامت په ورځ هرومرو سخت عذاب ور وڅکو، او هرومرو به ترټولو بده د هغه شرک او ګناهونو سزا ورکړو چې کول يې دا به د هغوی لپاره د بدو کړنو عذاب وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ