سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۴۶

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۗ وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ 46 ٤٦

هر څوك چې نېك عمل كوي، نو د خپل ځان لپاره (يې كوي) او څوك چې بدي كوي، نو ضرر يې په همده دى، او ستا رب په (خپلو) بنده ګانو د هېڅ ظلم كوونكى نه دى (۴۶)

تفسیر
چاچې نېک عمل وکړ د نېک عمل ګټه يې همغته ورګرځېدونکې ده، الله ته د هيچا نېک عمل ګټه نه رسوي، او چا چې بد عمل وکړ، نو د دغه ضرر همغته ورګرځېدونکی دی، الله ته له مخلوقه د هيچا ګناه ضرر نه رسوي، او هر چاته به د هغه بدله ورکړي چې وړ يې وي، او ای رسوله! ستا پالونکی پر خپلو بندګانو ظلم کوونکی نه دی، نو له هغوی به يې هيڅ نيکي کمه نه کړي او نه به هيڅ بدي ور زياته کړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ