سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۵۲

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ 52 ٥٢

ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي (۵۲)

تفسیر
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي، بيا تاسو کفر پرې کړی وي او درواغ مو ګنلی وي، نو حال به مو څنګه وي؟! او له هغه چا به زيات لار ورکی څوک وي چې د حق د ښکاره کېدو سربېره له هغو سره په ضد وي سره له دې چې دليل يې ښکاره او قوي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ