سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۵۳

سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ ۗ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ 53 ٥٣

ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګند شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى (۵۳)

تفسیر
د قريشو کافرانو ته به د ځمکې په لر او بر کې خپلې هغه نښانې ور وښيو چې الله مسلمانانو ته کومې برياوې ورکړې دي، او د مکې په فتحه کې به د هغوی په ځانو کې خپلې نښانې ور وښيو، تردې چې د هغوی لپاره هغه څه ښکاره شي چې شک له منځه وړي، او آيا د دغو مشرکانو لپاره دا بسنه نه کوي چې قرآن د الله په شاهدۍ حق دی او دا چې هغه د الله له لوري دی؟! او له الله لوی شاهد څوک کېدای شي؟! که چېرې هغوی حق ليدلای شوای، نو د خپل پالونکي شهادت به يې بسنه ورته کړې وای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ