سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۵۴

أَلَا إِنَّهُمْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَاءِ رَبِّهِمْ ۗ أَلَا إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُحِيطٌ 54 ٥٤

خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى (۵۴)

تفسیر
خبر اوسئ چې مشرکان د قيامت په ورځ د خپل پالونکي سره له مخامخ کېدو په شک کې دي، ځکه هغوی له بېرته را پاڅېدو انکار کوي، نو هغوی پر آخرت ايمان نه لري، له همدې امله د هغې لپاره په نېک عمل چمتووالی نه نيسي، خبر اوسئ بېشکه الله پر هر څه ځواکمن، پوهه او قدرت يې پر هرڅه چاپېر دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ