سوره فصلت (تفصیل ورکړل شوی) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




41 فصلت(فصلت)، آیت ۶

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ فَاسْتَقِيمُوا إِلَيْهِ وَاسْتَغْفِرُوهُ ۗ وَوَيْلٌ لِلْمُشْرِكِينَ 6 ٦

ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هم دا خبره ده چې زه ستاسو په شان بشر یم، ما ته دا وحي كولى شي چې بېشكه همدا خبره ده چې ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو ده ته مستقیم (او درست) اوسئ او له ده نه مغفرت غواړئ او د مشركانو لپاره هلاكت دى (۶)

تفسیر
ای رسوله! دغو ضد کوونکو ته ووايه: زه خو يوازې ستاسو غوندې بشر يم الله وحي راته کوي چې ستاسو په حقه معبود يو دی او هغه الله دی، نو هغه ته په رسېدونکې لار ولاړشئ او له هغه څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړئ، تباهي او عذاب د هغو مشرکانو لپاره دي چې له الله پرته د نورو شيانو عبادت کوي او يا له هغه سره بل څوک شريکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ