سوره الشورى (مشوره) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۱۰

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ 10 ١٠

او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم (۱۰)

تفسیر
او ای خلکو! تاسو چې د دين له اصولو او فروعو څخه په څه کې اختلاف کوئ، نو پرېکړه يې د الله په واک کې ده، چې په هغې کې به د الله کتاب او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سنتو ته رجوع کيږي، هغه څوک چې په دغو صفتونو متصف دی هغه زما پالونکی دی، يوازې پر هغه په خپلو ټولو چارو کې بروسه کوم او يوازې هغه ته په توبې سره ورګرځم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ